ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د شېرخان بندر – کندز د اورګاډي پټلۍ د تاجکستان په پانګونه جوړېږي او د سواحلو د تحکیماتو په اړه به هم واضح اقدامات وشي. ارګ وايي، چې هغه نن د کُندز له قومي مخورو سره د ناستې پر مهال ډاډ څرګند کړ، چې د خان اباد برېښنا بند، د کندز ښار ماسټر پلان او حلقوي سرک وړاندیزونو ته به هم پر وخت رسیدګي وشي.